د زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ ځوانانو ته د مطالعې، او فکري پروګرامونه جوړېږي

د زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ ځوانانو ته د مطالعې، او فکري پروګرامونه جوړېږي افغانستان

د زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ ځوانانو ته د مطالعې، او فکري پروګرامونه جوړېږي

په هېواد کې د اسلامي امارت په راتګ او امنیت په ټینګښت سره زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د لوستو ځوانانو له لوري د مطالعې دود هم زیات شوی نو اړتیا ده چې په دې ولسوالۍ کې نور مجهر کتابتونونه هم جوړ شي.

د زابل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په پام کې لري چې د دې ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې ځوانانو ته د مطالعې او فکري پروګرامونو زمینې برابرولو ترڅنګ د اسلامي او سیرت نبوي برخو کې پرواګرومونه جوړ کړي.

د زابل ولایت د اطلاعاتو کلتور ریاست د فرهنګ او ګرځندوی امر عبدالولي بشرمل وایې، د شاجوی ولسوالۍ د دوو شته کتابتونونو د رسمي کولو هڅې یې هم پيل کړې، ترڅو ځوانان په اسانۍ سره کتابونو او مطالعې ته لاسرسی ولري، چې په دې اړه یې د دې ولسوالۍ له ځایې مسؤلینو، مشرانو او ځوانانو سره لیدنې هم کړې دي.

عبدالولي بشرمل زیاتوي، هڅه کوي چې په دې ولسوالۍ کې شته کتابتونونه د اطلاعاتو او کلتور ریاست په چوکاټ کې رسمي امکانات یې زیات او اړتیاوي یې پوره کړي.

بشرمل په دې اړه حریت راډيو ته وویل، «د کتابتونو د غني کولو لپاره مو د سیمي له خلکو سره لیدنه کړې او د کتابتون مسؤولین مو دېته وهڅول چې کتابتو پر وخت خلاص کړي او د کتاب له مینه والو سره پوره همکاري وکړي».

د زابل ولایت د اطلاعاتو کلتور ریاست د مسؤلینو په خبره په شاجوی ولسوالۍ کې یې د ځوانانو د فکري رغښت ته په کتو په پام کې لري چې ځیني پروګرامونه جوړ کړي.

د دې ریاست د ځوانانو چارو امر عصمت الله شکېب وایې، د دې ولسوالۍ د ځوانانو لپاره د سیرت نبي، اسلامي نظام ګټو او نورو ټولنیزو برخو کې سیالۍ او مطالعې لپاره پروګرامونه جوړوي ترڅو په فکري برخه کې هم د ځوانانو ظرفیت لوړ شي.

عصمت الله شکېب په دې اړه زیاته کړه، «د زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ ته مو له خپل کاري ټیم سره سفر کړی هلته مو له ځوانانو سره ناستې او غونډې کړې دي، د دې سفر موخه مو د ځوانانو د فکر جوړونې پرواګرومونه ته چمتو کول دي ترڅو ځوانان د اسلامي نظام په ګټو پوه شي او له سیرت نبي څخه خبر شي».

په همدې حال کې د شاجوی ولسوال مولوي رحمت الله جواد د اطلاعاتو کلتور وزارت او ریاست څخه وغوښتل چې په دې ولسوالۍ کې د مطالعې او ځوانانو لپاره د کتاب رسونې به برخه کې نور مجهز کتابتونوو جوړ کړي، تر څو ولستي ځوانان ترې سالمه استفاده وکړي.

مولوي رحمت الله جواد په دې اړه حریت راډیو ته وویل، « موږ د اوس لپاره په شاجوی ولسوالۍ کې دوه کتابتونونه لرو د شاجوی ګڼ نفوسه او د زیاتو ښوونکو او زده کوونکو تعداد ته په کتو د اطلاعاتو کلتور وزارت او ریاست څخه هیله ده چې د کتابتونونه نور هم ډېر او کتابتونه یې اضافه کړي».

له دې سره د شاجوی ولسوالۍ یو شمېر ځوانان وایې، په هېواد کې د اسلامي امارت په راتګ او د امنیت په ټینګښت سره د لوستو ځوانانو هم د مطالعې او فکري برخه کې ځان جوړونې ته مخه کړې، نو اړتیا ده چې په رسمي چوکاټ کې ورته کتابتونونه جوړ او د ښې مطالعې زمینه ورته برابره شي.

د دغو لوستو ځوانانو له ډلې محب الله، اشرف الدین او احمد رښتین وایې، «له دې کتابتونونو څخه تر ډېره د ښوونځو شاګردان د مطالعې لپاره راځي د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه مو دا هيله ده چې دغه کتابتونونه نور هم راته غني کړي». 

په ورته مهال د زابل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د شاجوی ترڅنګ په نورو ولسوالیو کې هم ورته پروګرامونه ترلاس لاندې لري، تر څو په هېواد کې د مطالعې فرهنګ نور هم پیاوړی او لوستي ځوانانو له فکري اړخه نور هم چمتو شي.

تړلي موضوعات