هرات کې د پولیسو له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ۶۳۵تنه پولیس فارغ شول
د کورنیو چاو وزارت وایي، د سویل لویدځ زون د پولیس له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ۶۳۵ تنه پولیسو له مسلکي زده کړو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
په دې تړاو مراسمو کې د کورنو چارو وزارت د اداري معینیت نظامي مرستیال پاسوال شیخ نظرمحمد شینواري له فارغ شویو پولیسو څخه غوښتي، چې له خپلو مسلکي زده کړو څخه د خلکو په خدمت کې کار واخلي.
دغه سرتېري داسې مهال له ښوونیزو او روزنیزو زده کړو څخه فاغیږي، چې د کورنیو چارو وزارت هڅې پیل کړې دي ترڅو مسلکي امنیتی ځواکونه وروزي او د ټولنې خدمت ته یې وړاندې کړي.