د سوریې جهادي ډلو پراخ عملیات؛ د بشار رژیم ته درانه تلفات اوښتي!

د سوریې جهادي ډلو پراخ عملیات؛ د بشار رژیم ته درانه تلفات اوښتي! سیمه

عربي رسنیو خبر ورکړی، چې د سوریې جهادي ډلو د حلب ولایت په لویدیځه سیمه کې کلونه ځنډ وروسته پراخ مشترک عملیات پیل کړي چې په لړ کې یې د ۳۲ کلیو او ګڼو ستراتیژیکو سیمو کنټرول ترلاسه کړی.

دا بریدونه او عملیات "د یرغل مخنیوی" یا ردع العـ. دوان په نوم نومول شوي، چې پرون چهارشنبه پیل شول.

د الجزیرې تلوېزیون د راپور له مخې، د دې عملیاتو په پایله کې، چې مشري یې د تحـ.ریر الشام جهادي ډله کوي شاوخوا ۲۴۵ کیلومتره مربع سیمه د بشار الأسد د رژیم او د هغه په ملاتړ د روسي او ایراني ملېشو څخه ولکه کړې ده.

دغه عملیات د بشار الأسد رژیم ځواکونو پر وړاندې له سختو جګړو سره مل وو، چې په ترڅ کې یې تر ۵۰ پورې پوځي افسران او سرتېري وژل شوي دي، دا لومړی ځل دی چې د اوربند له تړون څخه څلور کاله وروسته د تماس او جګړې په لومړیو کرښو کې دومره ستر پرمختګ رامنځته کېږي.

د "نظامي عملیاتو مدیریت" چې د سوریې جهادي ډلو یو ګډ ائتلاف دی، په یوه تازه اعلامیه کې وویل چې د پنجشنبې په سهار یې د ارناز او کفربسین کلیو نیول بشپړ کړل.
اعلامیه زیاتوي، جګړې لا هم روانې دي، او د بشار الأسد رژیم ځواکونو دفاعي کرښې ورځ تر بلې کمزورې کېږي.

پرون د سوریې جهادي ډلو د یو شمېر سیمو د نیولو اعلان وکړ چې مهمې سیمې لکه الهوتة، أورم الكبرى، باشنطرة، او فوج ۴۶ پکې شامل دي. فوج ۴۶ د بشار الأسد رژیم ځواکونو یوه مهمه نظامي اډه ګڼل کېږي.

د جهادي ډلو په وینا، د دغو سیمو نیول به د نږدې ۱۰۰ زره بې‌ځایه شویو کسانو د خپلو کورونو او کلیو ته د بېرته ستنېدو لاره هواره کړي، چې د شمال لویدیځې سوریې په سیمه کې د بشري کړاوونو کمېدو لپاره یو مثبت پرمختګ دی.

د جهادي ډلو ځواکونه اوس د حلب ښار، چې د سوریې د حکومت تر کنټرول لاندې دی، یوازې په پنځه کیلومترۍ کې قرار لري . د دې عملیاتو مشري د "هیئة تحرير الشام" (پخوانۍ جبهة النصرة) کوي.

د یادونې ده، چې د چارو شنونکي د سوریې جهادي ډلو دا پرمختګ د سیمې د راتلونکو سیاسي او نظامي تحولاتو لپاره مهم ګام ګڼي.

تړلي موضوعات