په تاوتریخوالي اوښتو لاریونونو د اسلام اباد بڼه بدله کړه!

په تاوتریخوالي اوښتو لاریونونو د اسلام اباد بڼه بدله کړه! سیمه
پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند پلویانو له لوري پراخ لاریونونه

د تحریک انصاف ګوند پلویانو له لوري پیل شوي لاریونونه په تاوتریخوالي اوښتي، قهرجن لاریون کوونکي د پولیسو او امنیتي ادارو پر ضد هر ډول وسیلې کاروي.

 

 یو لاریون وال خپل موټر د رینجرز په نوم د پاکستان په نظامیانو خيژولی څلور یې ځای په ځای وژلي او ۵ نور یې مرګوني ټپيان کړي دي.

 

په همدې پېښه کې دوه پولیس هم وژل شوي دي. 

 

د همدغه غیر عادي وضعیت د کابو کولو لپاره د پاکستان حکومت په اسلام اباد کې پوځ ځای پر ځای کړی دی.

 

امنیتي سرچېنې وايي، د پاکستان پوځ د ۲۴۵ مادې له مخې ځای پر ځای شوی او واضح امر ورته شوی چې پر لاریون کوونکو ډزې وکړي.

 

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان په ننګه راوتي د تحریک انصاف ګوند پلویان  له زاندان څخه د عمران خان د ازادولو غوښتنه لري.

پاکستاني ریاست اسلام اباد ته ور څېرمه ټولې لارې د لاریون کوونکو پر مخ تړلي او اسلام اباد ته له ننوتو یې مخنیوی کوي.

 

ویل کېږي دغو لاریونو کې تر دې مهاله ۱۰۵ تنه پولیس ټپیان شوي چې د ډېری هغوی ټپونه ژور دي.

 

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف بیا روانو لاریونونو ته په اشارې ویلي، لاریون کوونکي د وینو تویولو لپاره راوتي دي.

تړلي موضوعات