تاوجن لاریونونه د ګرمو وسلو په کارولو بې تاوه شول!

تاوجن لاریونونه د ګرمو وسلو په کارولو بې تاوه شول! سیمه
پاکستان کې قهرجن لاریو

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د پخوانی لومړي وزیر عمران خان پلویانو لاریون د امنیتي ځواکونو په ډزو وپاشل شو.

 

په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېدونکو ویډیوګانو کې ښکاري چې د اسلام اباد ډي چوک کې پر لاریون کوونکو امنیتي ځواکونه ډزې کوي، او لاریون کوونکي د ځان ژغورنې په موخه تیت پرک شوي دي.

 

اسلام اباد ډي چوک کې د تحریک انصاف ګوند پلویانو مرکزي کانټینر هم سوځول شوی دی.

 

د امنیتي ځواکونو له لورې تېره شپه پر لاریون کوونکو مخامخ ډزو کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، او لسګونه نور نیول شوي دي.

 

بلخوا د تحریک انصاف ګوند اعلان کړی، تر هغې چې د دې ګوند مشر عمران خان ازاد او غوښتنې یې ونه منل شي خپلو لاریونونو ته به دوام ورکړي.

تړلي موضوعات