پوتین: موږ د افغانستان اوسني حکومت سره اړیکې لرو او لا به پراختیا پیدا کړي

پوتین: موږ د افغانستان اوسني حکومت سره اړیکې لرو او لا به پراختیا پیدا کړي سیمه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ډله‌ييز امنیتي تړون سازمان غونډې وروسته یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې روسیه د افغانستان اوسني حکومت سره اړیکې لري او دغه اړیکې به پراختیا ومومي.

ولادیمیر پوتین یاد کنفرانس کې زیاته کړې، چې افغانستان د ثبات پر لور روان دی او مسکو نه شي کولی چې له دې واقعیت څخه سترګې پټې کړي.

پوتین همداراز ویلي، روسیه غواړي چې افغان حکومت سره اړیکې پراخې کړي او ټینګار یې کړی، چې افغانستان اوسني وضعیت کې ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري.

د یادونې ده، چې تېره اونۍ کابل ته د مسکو لوړ پوړي پلاوي چې د روسیې د امنیت شورا عمومي منشي یې مشري کوله سفر وکړ او د اسلامي امارت لوړ رتبه چارواکو سره یې په بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې، چې د ممنوعه سازمانونو له لېست د اسلامي امارت نوم ایستل یې ښکاره مهمه موضوع وه.
#حریت_راډيو
نوي ټلیګرام لېنک: https://t.me/hurriyatPa

تړلي موضوعات