ملا برادر اخوند د سټنډرډ ملي شورا مشر ټاکل شوی دی

ملا برادر اخوند د سټنډرډ ملي شورا مشر ټاکل شوی دی افغانستان
ملا عبدالغني برادر اخوند

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وايي، چې ملا عبدالغني برادر اخوند د سټنډرډ ملي شورا مشر ټاکل شوی او دا شورا د ریاست‌الوزراء مقام د(۲۰۸۳)ګڼې حکم پر اساس رامنځته شوې.

اقتصادي معاونیت زیاتوي، چې د سټنډرډ ملي شورا هېواد ته د بې کیفیته توکو د واردېدو مخنیوي او همدارنګه د هېواد دننه د غیر معیاري او خپلسرو ودانیزو چارو په برخه کې د سټنډرډ ملي ادارې ستراتیژۍ او عمومي پالیسیو تصویب او د هغوی له تطبیق څخه د څارنې، د ملي سټنډرډونو او ودانیزو ملي کوډونو، نورمونو د تصویب او د تخنیکي مقرراتو د طرحو د تائید په هدف رامنځته شوې.

د یادې سرچینې په خبره، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، لوړو زده کړو، کور او ښار جوړولو، ټولګټو، عامې روغتیا، صنعت او سوداګرۍ، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، کانونو او پټرولیم، ترانسپورټ او هوايي چلند او مالیې وزارتونو مرستیالان، د علومو اکاډمۍ لوی رئیس، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رئیس، کابل ښاروال، د ښاروالیو د عمومي ریاست مرستیال، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې او معدن او صنایعو خونو مدیره هیئت رئیسان د دې شورا دایمي غړي دي.

د یادونې وړ ده، چې ملا برادر اخوند د نورو مسؤلیتونو تر څنګ دا دنده هم پر مخ وړي او د سټنډرډ ملي شورا سکرتریت به د سټنډرډ ملي ادارې پر غاړه وي.

تړلي موضوعات