کندهار کې د پولنډ وګړی مسلمان شوی؛ وای د افغانانو له چلند متاثر شوم
د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت تازه خبر ورکړی، چې کندهار کې د پولنډ هېواد یو تن وګړی د شهادت سپېڅلې کلمې له ویلو وروسته د یاد ولایت محتسبینو په لاس د اسلام پر مبارک دین مشرف شوی.
وزارت وايي، چې د دې تازه مسلمان شوي کس نوم « ماریک یوزیف شي درسکي» دی، چې اوس عبدالرحمن نومول شوی.
د پولنډ هېواد دې وګړي ویلي، چې د مسلمانانو له ژوند په ځانګړي توګه د افغانانو له چلند او ښېګڼو څخه متاثره شوی دی او دا به ورته د ویاړ ځای وي چې په افغانستان کې ژوند وکړي.
نوموړی زیاتوي، چې د ډېرې مودې راهیسې د اسلام مبارک دین په لوستلو او مطالعه بوخت و، چې د اسلام پر حقانیت له پوهېدو وروسته یې د مسلمانېدو دغه ستر ارمان پوره شو.
د یادونې ده، چې څه موده وړاندې ننګرهار ولایت کې هم پنځه تنه بهرني وګړي د اسلام په مبارک دین مشرف شوي وو.