افغانستان ته د سوداګریزو توکو واردات ۳۲سلنه زیات شوي

افغانستان ته د سوداګریزو توکو واردات ۳۲سلنه زیات شوي سوداګرۍ او اقتصاد
انځور ارشیف

د مالیې وزارت خبر ورکړی، چې د روان کال دویمه ربعه کې د  ګمرکونو له لوري ترسره شوې تخنیکي ارزونې ښودلې، چې دې ربعه کې ګمرکي چارو ۱۸ سلنه پرمختګ کړی.

یاده موده کې د عوایدو راټولېدو، د هېواد ګمرکونو کې د ترسره شوې سوداګرۍ، د وارداتي توکو د ګمرکي ارزښت او سوداګریزو محولو شمېر ښیې، چې د تېر کال همدې مودې په پرتله روان کال کې د ګمرکونو چارې ۱۸ سلنه مثبتې دي.

همداراز دې تخنیکي ارزونه کې ښودل شوې، چې د تېر کال د دویمې ربعې په پرتله روان کال کې هېواد ته د سوداګریزو توکو واردات ۳۲سلنه زیات شوي دي.

تړلي موضوعات