اسلامي امارت د سوداګرۍ په بدیلو لارو غور کوي

اسلامي امارت د سوداګرۍ په بدیلو لارو غور کوي سوداګرۍ او اقتصاد
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د سوداګرو پیوستون کنفرانس ته وینا پر مهال

د ریاست الوزارا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د سوداګریز پیوستون کنفرانس کې ویلي، اسلامي امارت د سوداګرۍ په بدیلو لارو غور کوي، څو افغانستان له بېلابېلو هېوادونو سره اقتصادي راکړه ورکړ ولري.

مولوي عبدالکبیر دا څرګندونې د افغان او بهرنیو سوداګرو پیوستون کنفرانس ته کړې، او له ګاونډیو هېوادونو یې غوښتي چې د افغان سوداګرو پر وړاندې راټوکېدلې ستونزې له منځه یوسې.

مولوي عبدالکبیر ګواښ کړی، چې د افغان سوداګرو پر وړاندې د ستونزو جوړولو، د لارو بندول او په ناقانونه توګه د مالیاتو لوړل به د افغانستان او ګاونډیو ترمنځ اقتصادي همکارۍ او اړیکې زیانمنې کړي.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت د سیمه ییزې سوداګرۍ ‌او ټرانزیټ پياوړتیا ته ژمن  او د سیمې هېوادونه دې خپل مسؤلیت رفع او چمتووالی دې په عمل کې وښيي.

دې کنفرانس کې د پاکستان، چین، ایران، ترکیې او جاپان سوداګرو هم برخه درلوده.

تړلي موضوعات