د یومیلیارد ډالرو په ارزښت د طوطي میدان د ګازو استخراج تړون لاسلیک شو

د یومیلیارد ډالرو په ارزښت د طوطي میدان د ګازو استخراج تړون لاسلیک شو سوداګرۍ او اقتصاد
د طوطي میدان ګازو استخراج تړون د لاسلیک مراسم

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر اخوند په شتون کې د شاوخوا یو میلیارد ډالرو په ارزښت د فاریاب ولایت د طوطي میدان د ګازو اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شو.

دغه تړون د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبکستاني کمپنۍ ترمنځ لاسلیک شو.

د دې تړون له مخې قرار دادي کمپنۍ په لومړي کال کې د ۱۰۰میلیون ډالره او لسو کلنو په جریان کې یو میلیارد ډالره پانګونه کوي، چې له استخراج شوو ګازو به لومړیو دوو کلونو کې ۱۰۰میګاواټه ګازي برېښنا هم تولید شي.

د فاریاب ولایت طوطي میدان د ګازو زېرمې شاو خوا اووه زره کیلومټره مربع مساحت لري، چې په استخراج به یې تر ډېره د هېواد د ګازو اړتیاوې هم پوره شي.

تړلي موضوعات