بهرنیو هېوادونو ته د شاوخوا ٩ ميليونه ډالر په ارزښت غالۍ صادرې شوې

بهرنیو هېوادونو ته د شاوخوا ٩ ميليونه ډالر په ارزښت غالۍ صادرې شوې سوداګرۍ او اقتصاد
د افغانستان غالۍ

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسئولین وايي، د روان لمریز کال لومړیو شپږو میاشتو کې بېلابېلو هېوادونو ته د ٨.٧ ميليونه ډالرو په ارزښت وطني قالينې صادرې شوې. 

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وياند عبدالسلام جواد اخندزاده ويلي، دغه غالۍ پاکستان، ترکيې، متحده عربي اماراتو، ازبکستان، ايټاليا، امریکا، برېټانیا او يو شمېر نورو هېوادونو ته صادرې شوې دي. 

د ياد وزارت مسئولین له غالۍ اوبدونکو د اسلامي امارت له ملاتړه ډاډ ورکوي او وايي، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت تل هڅه کړې، کورنیو تولیداتو ته بهرنيو هېوادونو کې د خرڅلاو بازار پيدا کړي. 

غالۍ اوبدنه د هېواد د اقتصاد يوه مهمه برخه ده، چې د هېواد شمالي ولايتونو په ځانګړي ډول جوزجان، بلخ، فارياب او سرپل ولایتونو کې ډېرى خلک په دې صنعت بوخت دي.

دې صنعت نه يوازې کاري فرصتونه رامنځته کړي، بلکې يو شمېر کورنيو ته د ګټې وټې ترڅنګ د دغو سيمو هنر او کلتور کې مهم رول لري.

تړلي موضوعات