اسرائيل پر ایران د یو لوی برید لپاره چمتووالی نیسي

اسرائيل پر ایران د یو لوی برید لپاره چمتووالی نیسي نړۍ

د اسرائیلي پوځ راډیو خبر ورکړی، چې پوځ په جدي ډول د ایران پر وړاندې د یو ستر برید لپاره چمتووالی نیسي او دا به یوه مهمه او لویه پېښه وي.

اسرائیلي راډيو د یوې پوځي سرچینې له خولې ویلي، چې « اسرائیلي پوځ په ایران د ستر برید لپاره په چمتووالي بوخت دی» او ټینګار یې کړی چې دا برید به تهران ته سخت وي .

یادې سرچینې زیاته کړې چې اسرائیل اشغالګر د سیمې له شریکو هېوادونو څخه په برید کې د پراخې همکارۍ تمه لري.

له بلې خوا، یدیعوت احرونوت ورځپاڼې راپور ورکړی چې د اشغالګرو اسرائیلو "دوست هېوادونو" استازو او د اسرائیلي پوځ مشرانو ترمنځ نن سهار وختي خبرې شوې دي ترڅو په ایران د برید لپاره غبرګون همغږې کړي.

ورځپاڼې دا هم زیاته کړې چې امریکایي الوتکې به په برید کې برخه وانه خلي، خو د تل ابیب او واشنګټن ترمنځ به همغږي موجوده وي.

امریکايي ضد او نقیض دریځ؛

تر دې وړاندې، د امریکا پخواني ولسمشر او راتلونکو ټاکنو ته جمهوري غوښتونکي کاندید ډونالډ ټرمپ ویلي و چې اسرائیل باید د ایران اتومي تاسیسات په نښه کړي.

هغه د امریکا په شمالي کارولینا ایالت کې په وینا کې اشاره وکړه چې تېره اوونۍ له بایډن څخه پوښتنه وشوه چې ایا اسرائیل کولای شي د ایران اتومي تاسیسات په نښه کړي. ټرمپ وویل: « د دې پوښتنې ځواب باید داسې وای: لومړی اتومي تاسیسات په نښه کړئ، پاتې نورو سره به وروسته ووینو. »

تېره چهارشنبه، بایډن د اسرائیل لخوا په ایران د اتومي تاسیساتو د برید مخالفت وکړ. دا غبرګون وروسته له هغه و چې ایران سلګونه توغندي پر اسرائیل وتوغول، چې تهران وویل د حزب الله د مشر حسن نصرالله او د حماس د مشر اسماعیل هنیه د اسرائیل لخوا د وژلو په بدل کې ترسره شوی و.

تړلي موضوعات