د اوبو او برېښنا په برخه کې به د نورستان د خلکو ستونزه حل شي

د اوبو او برېښنا په برخه کې به د نورستان د خلکو ستونزه حل شي افغانستان
د اوبو او برېښنا په برخه کې به د نورستان د خلکو ستونزه حل شي

د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور د نورستان له والي شیخ شېراحمد حقاني سره په لیدنه کې ویلي، د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به د اوبو او برېښنا په برخه کې د نورستان ولایت د خلکو ستونزو ته رسېدګي وکړي.

د اوبو او انرژي وزارت ویلي، په دې لیدنه کې په نورستان ولایت کې اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو په اړه خبرې وشوې.

نورستان د هېواد یو له هغو ولایتونو څخه دی چې په تېرو څو لسیزو کې ورته د تېرو حکومتونو له لوري ډېره کمه پاملرنه شوې.

تړلي موضوعات