د کابل – غزني لویې لارې د دویم لاین سړک د جوړولو چارې پیل شوې
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر له لوري له کابل څخه د میدان وردګو ولایت سیداباد ولسوالۍ تر دشت ټوپ سېمې پورې د کابل – غزني لویې لارې د دویم سړک د لومړي او دویم فاز د جوړولو چارې پیل شوې.
ملاعبدالغني برادر اخوند ویلي، په ټرانسپورټي او مواصلاتي زېربناوو کې پانګونه د اسلامي امارت له اساسي اقداماتو شمېرل کېږي.
ملا برادر ویلي، د غزني او کابل ترمنځ د دویم لين سړک جوړول د مرکز او سوېل ترمنځ د نښلېدو بنسټيز پل دی چې په پايله کې به يې سوداګریز فعالیتونه اسانه، د توکو د لېږد وخت او لګښتونه به کم او د دې لارې مسافرو ته به آسانتیاوې برابرې شي.
د یادولو وړ ده چې له کابل څخه تر غزني پورې د دویم لین سړک ۱۱۱ کیلومټره اوږدوالی لري، چې په اوږدو کې یې ۹ لوی پلونه او ۵۹۴ پلچکونه شته چې چارې به یې په ټاکل شوې موده کې پای ته ورسیږي.