د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي همکاریو سازمان کې د ګډ‌ون لپاره کامیرون ته سفر کړی

د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي همکاریو سازمان کې د ګډ‌ون لپاره کامیرون ته سفر کړی افغانستان
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو پنځوسمه غونډه کې د ګډون په موخه د کامیرون جمهوریت پلازمینې یاوندي ته رسمي سفر کړی.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند رسنیو ته په استول شوي کليپ کې ویلي، د بهرنیو چارو وزیر به دې غونډه کې د ګډون ترڅنګ د کوربه هېواد د اسلامي همکاریو سازمان د ځینو غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او استازو سره دوه اړخیزې ناستې هم ولري.

د اسلامي همکاریو سازمان غونډه به د دوو ورځو لپاره د روانې اګسټ میاشتې په ۲۹مه او ۳۰مه نېټه د کامیرون په کوربتوب ترسره شي.

تړلي موضوعات