د فراه بخش اباد بند انحرافي تونلونه بشپړ شول

د فراه بخش اباد بند انحرافي تونلونه بشپړ شول بیارغونه او پراختیا
د فراه بخش اباد بند تونلونه

د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې د فراه ولایت د بخش اباد بند د انحرافي تونلونو کېندنه بشپړه او دا مهال د تونلونو د سیم تاوولو برخې چارې روانې دي.

د فراه ولایت د سیندیزې فرعي حوزې رئیس ملا برهان الدین مینوال د یاد بند له کاري پروسې څخه د لیدنې پر مهال اړوند مسئولینو ته د چارو د غوره پرمخ وړلو او چټکتیا سپارښتنه کړې.

د یادونې وړ ده، چې د بند په جوړېدو ۲۴ ساعته کار جریان لري، چې په سیمه کې د کافي وسایلو او تجهیزاتو د شتون ترڅنګ د اوبو او انرژي وزارت له لوري اړینه بودیجه هم ورته ځانګړې شوې ده.

بخش اباد اوبو بند د هېواد په سویل لویدیځ کې یو له مهمو بندونو دی چې د یو میلیارد متر مکعب اوبو د ذخیرې تر څنګ د ۲۷ میګاواټه برېښنا د جوړولو وړتیا لري.

#حریت_راډیو

ویب سایټ:https://hurriyat.net

تړلي موضوعات