اسرائیلي رسنۍ: د حماس د ځمکې لاندې ۷۵ سلنه مراکز او تونلونه لا هم جوړ دي

اسرائیلي رسنۍ: د حماس د ځمکې لاندې ۷۵ سلنه مراکز او تونلونه لا هم جوړ دي نړۍ

اسرائيلي رسنيو خبر ورکړی، چې د یو نیم کال خونړیو جګړو او هوايي بريدونو وروسته د حماس جهادي غورځنګ ځمکې لاندې زېربناوې، پوځي مرکزونه او تونلونه لا هم جوړ دي.

د اسرائيلو ۱۲ چېنل د امنیتي سرچینو په حواله ویلي چې تر دې دمه، د اسرائیلي پوځ لخوا یوازې شاوخوا ۲۵ سلنه د اسلامي مقاومت حرکت (حماس) د ځمکې لاندې تونلونه ویجاړ شوي او ۷۵ سلنه یې لا هم پخپل حال دي.

دغه چېنل په خپل راپور کې ویلي، چې د اسرائیلي امنیتي ادارو په باور، له مصر نه غزې ته د قاچاق لپاره یو زیات شمېر ځمکني تونلونه لا هم شته دي.

دا راپور د دې وېرې په لړ کې خپور شوی چې حماس ته د قاچاق له لارې وسلې رسېږي او اسرائیل له همدې امله له فیلادلفیا محور (پوځي ليکې او مصر سره له سرحدي سيمې ) څخه د وتلو مخالف دي، که څه هم د دغې موضوع اړوند کارپوهانو څرګنده کړې چې پر فیلادلفیا محور کنټرول د ياد قاچاق مخه نه شي نیولای.

شاوخوا یو نیمه میاشت مخکې، د اسرائیل دفاع وزیر یویف ګالانت د سیمه‌ ییزو شوراګانو د مشرانو په غونډه کې ویلي و، چې فیلادلفیا محور به لکه د لبنان او سوریې وضعیت په څېر یوه بې‌طرفه سیمه پاتې شي.

ګالانت زیاته کړه: (( ما په خپلو سترګو یو شمېر داسې تونلونه ولیدل چې فیلادلفیا محور څخه اوښتي، ځینې بند ول او ځینې خلاص! موږ ته داسې معلومات را رسېدلي چې حماس د اوربند پر مهال پلان درلود چې پر سرتېرو او مېشتو سیمو بریدونه وکړي. ))

د منځني ختیځ چارو کارپوهان وايي، که اسرائیلي اشغالګر پوځ په غزه کې خپلو ځمکنيو عملیاتو ته دوام ورکړي، دا وېره شته چې په مذاکراتو کې پرمختګ رامنځته نه شي او دا جګړه لا پراخه شي.
#حریت_راډيو

تړلي موضوعات