د کاپیسا تګاب ولسوالۍ کې د ۶۸ پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کاپیسا تګاب ولسوالۍ کې د ۶۸ پراختیايي پروژو چارې پیل شوې بیارغونه او پراختیا
د کاپیسا تګاب ولسوالۍ کې تازه پیل شوې پروژې

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ویلي، د کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ کې یې د شاوخوا ۱۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۶۸ پراختیايي پروژو چارې پیل کړې دي.

د دغو پروژو د پرانېستي پرمهال د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر ملامحمدیونس اخندزاده ویلي، د ولسونو ستونزو ته به رسېدنه کوي، او خپلو امکاناتو ته په کتو به د هېواد لرې پرتو سیمو کې د خلکو د اړتیا مطابق بنسټیزې پراختیایي پروژې پلي کوي.

دغو پروژو کې کلیوالي سړکونه، پلونه، پلګوټي، ایتنادي دېوالونه او د کانالونو جوړول شامل دي.

د یادونې ده، چې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وړمه ورځ د پکتیا زرمت ولسوالۍ کې هم د ۱۶۹ پراختیایي پروژو چارې پیل کړې.

تړلي موضوعات