د شجاعیه قتل عام؛ اشغالګرو یو بل خونړی ریکارډ ثبت کړ

د شجاعیه قتل عام؛ اشغالګرو یو بل خونړی ریکارډ ثبت کړ نړۍ
د غزې شجاعیه ګڼ مېشته سیمه کې د اشغالګرو خونړي بریدونه

اشغالګرو اسرائیلي ځواکونو تېره ورځ غزه کې په یوه استوګنیزه سیمه کې چې له ښځو او ماشومانو ډکه ده برید کړی.

د غزې شرق کې پرتې شجاعیه سیمه کې د اشغالګرو په بریدونو کې ۸۰ تنه شهیدان او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

الجزیرې د اسلامي جهادي حرکت له قوله ویلي، چې دغه برید په استوګنیزه سیمه شوی دی، چې ټول قربانیان یې عام وګړي دي.

فلسطین کې اسلامي جهادي حرکت دغه برید یو جنګي جنایت او د هغوی ملاتړې امریکایي اداره یې د دې ټول وژنې بشپړه مسئوله بللې ده.

یاد حرکت د اشغالګرو له لوري د قتل عام دوام د انساني وجدان لپاره د مړینې په مانا یاد کړی.

بلخوا حماس جهادي غورځنګ ویلي، شجاعیه کې د اشغالګرو دغه جنایت به بې ځوابه پرېنږدي.

حماس په استوګنیزه دغې سیمه شوی برید د نسل وژنې تر ټولو خونړی او هغه یې د نړېوالې ټولنې په ټنډه تور داغ یاد کړی.

اشغالګرو داسې مهال شجاعیه کې په قتل عام لاس پورې کړی، چې غزه کې د اشغالګرو په دوامداره بریدونو کې نږدې ټوله غزه په بشپړ ډول ویجاړه شوې او سلګونه زره بې ګناه فلسطینیانو ته مرګ ژوبلې اوښتو ترڅنګ شاوخوا ۲ میلیونه کډوال شوي دي، خو نړۍ د اشغالګرو دې جنایت ته یوازې د نندارې په ډول ګوري.

تړلي موضوعات