تېره میاشت له غاصبینو ۸۰ زره جریبه دولتي ځمکه را ګرځول شوې

تېره میاشت له غاصبینو ۸۰ زره جریبه دولتي ځمکه را ګرځول شوې افغانستان
انځور ارشیف

عدلیې وزارت ویلي، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون پلاوو د روژې میاشتې په اوږدو کې په هلمند، لوګر، بامیان، جوزجان، پروان، دایکندي او کندهار ولایتونو کې ۸۰ زره ۲۶۳ جریبه دولتي ځمکه د غاصبینو له منګولو را ګرځولې.

د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې را ګرځول شوې ځمکه تر ټولو زیاته په هملند ولایت موقعیت لري چې نږدې ۵۱ زره جریبه ده.

وزارت وايي، د یاد کمېسیون د هڅو پر دوام، تېره میاشت کې ۳۳۴ زره نوره دولتي ځمکه په ۲۱ ولایتونو کې تشخیص شوې.

هېره دې نه وي، چې د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو راپدېخوا په ټول هېواد کې د غاصبینو له منګولو سلګونه زره جریبه دولتي ځمکه چې تر دې وړاندې د شخصي ګټو په موخه کارېده را ګرځول شوې.

تړلي موضوعات