د پاکستان له زندانونو تر ۵۰۰ زیات افغانان را خوشې شوي

د پاکستان له زندانونو تر ۵۰۰ زیات افغانان را خوشې شوي افغانستان
انځور ارشیف

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، تېرو دریو ورځو کې د پاکستان له بېلابېلو زندانونو ۵۲۰ تنه افغانان خوشې او هېواد ته راستانه شوي.

یاد وزارت د تورخم او سپین بولدک د کډوالو لېږد امریتونو د معلوماتو له مخې ویلي، دغه کسان د پاکستان بېلابېلو سیمو کې تر نیول کېدو وروسته له یوې تر دریو ورځو بندخونو کې ساتل شوي وو.

د معلوماتو له مخې، د بشري مرستو د ترلاسه کولو وروسته یاد کسان خپلو اصلي مېنو ته لیږدول شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت په پرلپسې هڅو د پاکستان له بېلابېلو زندانونو زرګونه افغانان راخوشې شوي، چې د قانوني اسنادو نشتون له کبله نیول شوي وو.

تړلي موضوعات