د ایران او اسرائیلو جګړه؛ افغانستان له روسیې د غذایي توکو برابرولو په لټه کې ده
د ایران او اسرائیلو ترمنځ جګړې او له ایرانه د غذایي توکو وارداتو کې د اختلال کبله اسلامي امارت له روسیې د غنمو واردولو په لټه کې ده.
د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري ویلي، افغانستان دامهال له روسیې سره د اوړو پر ځای د غنمو واردلو پر سر مستقیمې خبرې کوي.
ښاغلي عمري رویټرز سره خبرو کې ایران کې د ۴.۵ میلیونه افغان کډوالو د برخلیک په اړه اندېښنه ښودلې په خبره یې، د جګړې پراخېدو په صورت به افغان کډوال له جدي ګواښونو سره مخ شي.
نوموړي ټینګار کړی، اسلامي امارت ته ایران کې د افغانانو امنیت ځانګړی اهمیت لري او هغوی ته هر ډول زیان رسېدل د افغانستان خلکو لپاره د منلو وړ نه دی.
افغانستان هر کال ۶.۸ میلیون ټنه غنمو ته اړتیا لري چې له دې ډلې یې ۴.۸۴ میلیون ټنه په کور دننه تولیديږي او پاتې یې له بهرنیو هېوادونو واردیږي.