تر هر وخت زیات مهم، عراقچي مسکو ته ځي

تر هر وخت زیات مهم، عراقچي مسکو ته ځي نړۍ
د ایران بهرنیو چارو وزیر پوتین سره کتنې لپاره مسکو ته ځي

ټاکل شوې د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي راتلونکې دوشنبه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په مسکو کې وویني.

دغه خبر وروسته له هغې نړېوالو رسنیو خپور کړی، چې د ایران بهرنیو چارو وزیر جینوا کې د اروپايي هېوادونو له استازو سره وکتل.

اکسیوس او انډپنډینټ رسنیو د عراقچي د سفر خبر ورکړی، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

مسکو ته د ایراني چارواکي سفر داسې مهال خپور شوی، چې د ایران اټومي پروګرام په اړه د امریکا او ایران د غیرمستقیمو خبرو اترو پنځم پړاو  اوږدو کې اسرائیلو پر ایران خاوره بریدونه وکړل.

عراقچي په ایران خاوره د اسرائیلو بریدونو ته په اشارې ویلي، امریکا شاید مذاکراتو ته لېوالتیا نه درلوده او د اسرائیلو بریدونو لپاره یې خبرې اترې د یوې وسیلې په توګه پر مخ بیولې.

تړلي موضوعات