د ترکیې ولسمشر: د نتانیاهو بانډ، سیمه کې د اور غځېدو هڅه کوي

د ترکیې ولسمشر: د نتانیاهو بانډ، سیمه کې د اور غځېدو هڅه کوي نړۍ
د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته د ترکیې ولسمشر وینا

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسلامي همکاريو سازمان کنفرانس کې پر ایران خاوره د اسرائیلو له لوري بریدونه په کلکه غندلي دي.

اردوغان د خبرو په مهال ویلي دي، چې د نتانیاهو بانډ د ډیپلوماسۍ په لټه کې نه دی بلکې هڅه کوي په ټوله سیمه کې اور خپور کړي.

تسنیم خبري اژانس د نوموړي له قوله دغه خبر خپور کړی او زیاته کړې ده، اردوغان یاد کنفرانس کې د خبرو پر مهال روانه جګړه کې ایران بریالی بللی.

هغه وايي، د نتانیاهو بانډ د ډیپلوماسۍ په لټه کې نه دی بلکې هڅه کوي سیمه کې اور ته سرعت ورکړي.

تر دې وړاندې هم ترکي چارواکو ویلي و، چې د یادو هېوادونو روانه جګړه کې به د ظالم پر وړاندې کلک ودریږي.

تړلي موضوعات