د ایران په تازه بریدونو کې د اسرائیلو مهم نظامي مرکزونه په نښه شول

د ایران په تازه بریدونو کې د اسرائیلو مهم نظامي مرکزونه په نښه شول نړۍ
پر اسرائیلو د ایران تازه بریدونه رامنځته شوې ویجاړۍ

دا تازه بریدونه نن شنبه سهار شوي دي، چې د اسرائیلو بن ګورین هوايي ډګر تر څنګ پکې یو نظامي مرکز په نښه شوی.

رویټرز خبري اژانس وايي، دا بریدونه نن د شنبې په سهار وروسته له هغې وشول چې ایران له امریکا سره خبرې اترې رد کړې.

سرچېنې لیکلي، په تل ابیب او د اسرائیلو په سویل کې د لویو چاودنو غږونه اوریدل شوي دي.

له بل لوري د اسرائیلو نظامي سرچېنو رویټرز ته ویلي، ایران کې یې د توغندیو زیرمې په نښه کړی دي، هغه ادعا چې ایراني چارواکو یې پخلی نه دی کړی.

تړلي موضوعات