پاکستان ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۶ نوبل جایزې ته وړاندیز کړی
د پاکستان حکومت په رسمي ډول د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۶ کال د سولې نوبل جایزې ته وړاندیز کړی.
د نوبل جایزه چې د انه میلیونه سویډني کرونه ارزښت لري تر ټولو اعتبار لرونکې عملي جایزه ده، چې پوهانو، لیکونکو او فعالینو ته ورکول کیږي.
د پاکستان حکومت د دې پرېکړي لامل د هند او پاکستان وروستي کړکېچ کې د امریکا ولسمشر ډيپلوماټیکه مداخله یاده کړې.
پاکستان هیله ښودلې چې د سیمې ثبات، کړکېچونو کمولو او له سولهییزو لارو چارو د ټرمپ ملاتړ به د سیمې ټیکاو لپاره ګټور تمام شي.
د نواز شریف په مشرۍ د پاکستان حکومت وروسته له هغې دغه پرېکړه کړې، چې د امریکا ولسمشر د غزې نسل وژنه کې د اسرائیلو اصلي ملاتړی دی او تر دې مهاله شاوخوا ۱۹۵ زره فلسطینیانو ته په کې مرګ ژوبله او ښتې.