د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو راپور موندنې حقیقت نه لري

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو راپور موندنې حقیقت نه لري سیاست
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو راپور موندنې غیر واقعي دي

د افغانستان اسلامي امارت د ملګرو ملتونو درې میاشتني راپور ته په غبرګون کې ویلي، د دغه بنسټ راپور کې د افغانستان په اړه ناسم معلومات خپاره شوي او هڅه شوې د افغانستان اوسني وضعیت په اړه تشویشونه پیدا شي.

 د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد دغه راپور د ناسمو معلومانو په اساس د پروپاګند کولو په موخه چمتو شوی بللی.

 ذبیح الله مجاهد ویلي، د ملګرو ملتونو او ورته نورو ادرسونو له لارې تل د افغانستان په اړه ناسم تصویر وړاندې او هڅه کیږي، چې د افغانستان حالات خراب وښودل شي په پرمختګونو سترګې پټې او کوچنۍ پېښي غټې وښودل شي.

 ښاغلي مجاهد زیاته کړې، یاد راپور کې جنایي پېښې هم امنیتي تعبیر شوې په داسې حال کې، چې دا ډول پېښې د افغانستان پرتله نورو هېوادونو کې ډېرې کیږي.

 نوموړي ډاډ ورکړی، چې هېوادوال دې د بهرنیو مغرضو کړیو په خوله د خپل هېواد امنیت او ثبات په اړه اندېښنه نه کوي.

 د ملکرو ملتونو درې میاشتني راپور افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت بحراني ښودلی.

 دا په داسې حال کې ده، چې نړېوال وخت ناوخت د افغانستان بشري، امنیتي او سیاسي وضعیت په اړه اندېښنې مطرح کوي، خو اسلامي امارت بیا دغه اندېښنې بې ځایه بللې او ټینګار یې کړی، چې نړېوال باید د افغانستان واقعیتونه درک کړي.

تړلي موضوعات