افغان او ناروې چارواکو په دوه اړخیزو مسایلو خبرې وکړې

افغان او ناروې چارواکو په دوه اړخیزو مسایلو خبرې وکړې سیاست
د افغانستان لپاره د ناروې شارژدافیر د بهرنیو چارو وزیر سره کتلي

بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د ناروې شاهي دولت شارژدافیر پیر البرت الساس سره کتنه کې په یو لړ دوه اړخیزو او سیمه ییزو مسایلو خبرې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د خبر په بنسټ، ښاغلي متقي ناسته کې د ناروې له خوا د اسلامي امارت ډیپلومات منل د اړیکو جوړولو برخه کې ښه پرمختګ بللی او د افغانستان او لوېدیځ هېوادونو ترمنځ اړیکو کې یې د ناروې رول رغنده یاد کړی.

افغان وزیر سیمه کې د روان وضعیت په تړاو اندېښنه ښودلې او یادونه یې کړې، چې د افغانستان حکومت د اسلامي او انساني بنسټونو له مخې د ایران ولس سره همکارۍ ته چمتو دی.

ناسته کې د ناروې چارواکي نږدې راتلونکې کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو ارزولو په موخه د دغه هېواد یوه پلاوي راتګ خبره هم کړې ده.

تړلي موضوعات