د ازبکستان ولسمشر: د افغانستان اقتصادي وده د ټولې سیمې د پرمختګ کیلي ده
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د «تاشکند پانګونې فورم» ته په خبرو کې افغانستان سره د تعامل په اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي، له انزوا د یاد هېواد مخنیوی ته باید لومړیتوب ورکړل شي.
ښاغلي میرضیاف ویلي، «موږ د اسلامي امارت چارواکو سره په نړېواله کچه د افغانستان انزوا ژغورلو لپاره چې تر بل هر وخت ورته زیاته اړتیا لیدل کیږي رغنده خبرو ته ژمن یو.»
نوموړي د سیمې ثبات کې د افغانستان رول ته په اشارې ویلي، د یاد هېواد سوله او اقتصادي وده د ټولې سیمې د پرمختګ کیلي ده.
دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کیږي، چې تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا مخکني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي و، ازبکستان په پام کې لري افغانستان سره اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي.