د امریکا ولسمشر پر ایران د برید طرحه منلې
اې بي سي نیوز د خپلو باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سه شنبې ورځې جلسې وروسته خپلو سلاکارانو ته ویلي، پر ایران د برید لپاره ورته وړاندې شویو طرحو سره موافق دی.
اې بي سي نیوز په خپل راپور کې ویلي، ټرمپ لاهم وروستۍ پرېکړه نه ده کړي، خو ویلي یې دي لاهم په تمه ده، چې ایران د خپل اټومي پروګرام په اړه خبرو کولو ته لېواله دی او کنه.
راپور کې ویل شوي، د ایران اټومي تاسیساتو باندې د برید وروستی تصمیم نه دی نیول شوی.
بلخوا د ایران مذهبي مشر ګواښ کړی، چې دا ډول جنایکاران اقدام به د سیمې لپاره ناوړه پایلې ولري.
علي خامنه ای ویلي، تاثیر لرونکي بنسټونه او د نړۍ هېوادونه باید د روانې ظالمانه جګړې درولو او نړېوالو قانینو له مخې د ایران اټومي پروګران سوله ییز حل لارې لپاره هڅې وکړي.
سرچینه :
حریت