کرنې وزارت تېر کال لس ولایتونو کې ۵۸ واړه بندونه جوړ کړي
د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت ویلي، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په تېر ۱۴۰۳ کال کې د هېواد په لسو ولایتونو کې ۵۸ واړه ذخیروي بندونه جوړ کړي.
د اقتصادي معاونیت د خبر له مخې په دغو بندونو ټولټال ۱۳۴ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې د اسلامي امارت له بودیجې تمویل شوي دي.
د کرنې وزارت له لوري دغه بندونه په جوزجان، بدخشان، کندهار، فاریاب، بامیان، لغمان، ننګرهار، روزګان، تخار او دایکنډي ولایتونو کې جوړ شوي دي.
د یادونې ده، اسلامي امارت د ټول هېواد په کچه په هغو سیمو کې د لویو او کوچنیو بندونو د جوړولو لړۍ پیل کړې، چې وروستیو وچکالیو ځپلې او تر ځمکې لاندې اوبو سطحه یې ټیټه شوې ده.