په کور دننه د برېښنایي پېژندپاڼو او خوندي اسنادو چاپ ته زمینه برابرېږي

په کور دننه د برېښنایي پېژندپاڼو او خوندي اسنادو چاپ ته زمینه برابرېږي افغانستان
له جرمنۍ کمپنۍ سره د احصایې او معلوماتو ملي ادارې رئیس کتنه

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې رئیس د جرمني «KBA» شرکت رئیس ټوماس هنډل سره کتنه کې په افغانستان کې د برېښنایي پېژندپاڼو او نورو خوندي اسنادو چاپ ماشینرۍ د ځای پر ځای کولو پروسې پر چټکتیا خبرې کړې دي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې خبر ورکړی، چې دې کتنه کې د یادې ادارې رئیس عبدالقاهر حاجي ادریس ویلي، اسلامي امارت هره برخه کې د افغانستان پرځان بسیا کولو هڅې کوي.

نوموړي برېښنایي پېژندپاڼې د ډیجیټلي حکومتولۍ مهم عنصر ګڼلی او په کور دننه یې د چاپ زمینې پر برابرولو ټینګار کړی.

د یادونې ده، چې تر دې مهاله د افغانستان د تابعیت تذکرې په شمول د هېواد ګڼ معتبر اسنادونه له هېواده بهر په ځانګړي ډول جرمني کې چاپیږي، خو دا لومړی ځل دی، چې اسلامي امارت یې په کور دننه د چاپ لپاره هڅې پیل کړې دي.

تړلي موضوعات