حزب الله غورځنګ تازه پر اسرائیلو ۳۲۰ توغندي او ډرون توغولي

حزب الله غورځنګ تازه پر اسرائیلو ۳۲۰ توغندي او ډرون توغولي نړۍ
پر اشغالګر اسرائیلو د حزب الله له لوري تازه توغول شوي توغندي او ډرون الوتکي

الجزیرې تلوېزیون خبر ورکړی، چې لبنان حزب الله له لوري د اسرائیلو پر اشغالي سیمو توغندیز او ډرون بریدونه شوي دي.

بلخوا د لبنان حزب الله غورځنګ خبر ورکړی، چې د اشغالي فلسطین شمالي سیمو کې یې د دښمن یو شمېر پوستې او نظامي مرکزونه په پراخه کچه په توغندیو او ډرونونو په نښه کړې دي.

د حزب الله په وینا چې دغه عملیات به وخت ونیسي چې وروسته به یې په اړه تفصیلي معلومات ورکړي.

له دې سره د اشغالګر اسرائیلو پوځ هم منلې، چې نږدې نیم ساعت وړاندې اسرائیلي لوري ته ۳۲۰ توغندي او ډرون توغول شوي دي.

حزب الله همداراز ویلي، چې صهيونیستي رژيم خلاف یې دغه بریدونه د دوی د مخکښ قومندان فواد شکر د وژنې په ځواب کې پیل کړي.

یاد غورځنګ زیاته کړې، د عملیاتو لومړی پړاو په بریالیتوب سره پای ته رسېدلی چې د دښمن د پوستو او نظامي مرکزونو په نښه کول په کې شامل و.

د دوی په خبره، دغه بریدونه یې ډېر دقیق او د اسرائیلو ( اشغالي فلسطین) عمق کې په ډېر دقت سره اهداف په نښه کړي.

د یادونې وړ ده، چې د سیمې هېوادونو سره د اسرائیلو نظامي ټکرونه ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دي، چې شنونکي دا وضعیت د اسرائیلو نابودۍ او زوال پیل ګڼي.

تړلي موضوعات