غزه کې په یوه کمپ تازه بمبار؛ ۱۰۰ تنه شهیدان او لسګونه نور ټپیان شوي

غزه کې په یوه کمپ تازه بمبار؛ ۱۰۰ تنه شهیدان او لسګونه نور ټپیان شوي نړۍ
غزې کې د صهیونیستي رژيم تازه بمباري

الجزیرې تلوېزیون خبر ورکړی، چې نن سهار مهال وحشي اسرائیلي عسکرو د غزې په مرکزي سیمه حي الدرج کې په یوه ښوونځي هوايي برید کړی چې په ترڅ کې یې ۱۰۰ تنه فلسطینیان شهیدان او سلګونه نور ټپیان شوي.

یاد برید اسرائیلو د التابعین په نوم هغه ښوونځي باندې کړی چې جګړه ځپلي کډوال پکې مېشت ول.

برید سهار مهال هغه وخت وشو چې مهاجرینو په سهار په لمانځه بوخت ول او د وحشي صهیونستي پوځ لخوا په نښه شول.

تړلي موضوعات