۶ اسرائيلي سرتېرو ځانوژنه کړې، پوځ اصلي شمېرې پټوي او زرګونه تر رواني درملنې لاندې دي

 ۶ اسرائيلي سرتېرو ځانوژنه کړې، پوځ اصلي شمېرې پټوي او زرګونه تر رواني درملنې لاندې دي   نړۍ
د اسرائیلو پوځ کې د ځان وژنې پېښي خپلې لوړې کچې ته رسېدلې دي

اسرائيلي ورځپاڼې يديعوت احرونوت په خپل يوه تازه راپور کې څرګنده کړې ده، چې «د جګړې له امله زرګونه اسرائيلي سرتېري تر رواني درملنې لاندې دي». ورځپاڼې دا حالت يو «لوی وير» بللی دی.

 

سرچينې زياته کړې ده، چې په وروستيو مياشتو کې لږ تر لږه ۶ تنو هغو سرتېرو ځانوژنه کړې ده، چې غزه او لبنان کې يې د اوږدې مودې لپاره په جګړه کې ګډون درلود. دا په داسې حال کې ده چې د دې جګړې یوازې يو کال وتلی دی.

 

له راپور سره سم دا يوازې جزئي شمېرې دي، ځکه اسرائيلي پوځ د ټولو هغو سرتېرو د شمېرو له خپرولو انکار کوي، چې ځانوژنه يا د ځانوژنې هڅه يې کړې ده. پوځ ژمنه کړې وه چې دا شمېرې به د کال په پای (راتلونکې مياشت) کې خپروي.

 

د اسرائيلي پوځ د اړوندو چارو پوهانو سرچينې ته ويلي، چې د دې اصلي اغېز به هله څرګندېږي، چې سرتېري د جګړې له پای ته رسېدو وروسته طبيعي ژوند ته راوګرځي.

 

ورځپاڼې د يوه لوړپوړي نظامي له خولې ويلي، چې «په وروستيو لږو اوونيو کې چې غزه کې جګړه يو څه ارام شوه، په ځانګړي ډول په وروستيو دوو اوونيو کې کله چې ډېری سرتېري له لبنانه راستانه شول؛ د هغو سرتېرو په شمېر کې د پام وړ زياتوالی وليدل شو چې له رواني ډاکټره د مرستې ترلاسه کولو لپاره يې غوښتنليکونه وړاندې کړي دي».

 

هغه زياته کړې: «دغه سرتېري زرګونه دي او ډېری يې هغه خلک دي چې وروستيو کې پوځ ته راغلي وو، موږ په راتلونکې کې د لا ډېرو سرتېرو درملنې ته چمتووالی نيسو».

 

ياده دې وي چې اسرائیلي پوځ د دې ترڅنګ له يوې بلې لويې ستونزې سره لاس او ګرېوان دي او هغه دا چې کومو احتياطي سرتېرو چې جګړه کې د ګډون لپاره نومليکنه کړې وه، د غوښتنې پر مهال يې تر لس سلنې پورې هم پوځ ته نه حاضرېږي. 

 

اسرائیلي پوځ وايي دا په داسې حال کې ده چې پوځ د سرتېرو د کمښت پوره کولو لپاره دوی ته سخته اړتیا لري.


تړلي موضوعات