میدان وردګو کې د مکروني د تولید کارخونې په کار پیل وکړ

میدان وردګو کې د مکروني د تولید کارخونې په کار پیل وکړ سوداګرۍ او اقتصاد
میدان وردګو ولایت د مکرونیو د تولید فابریکه

د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، پر دغې کار خونې ۳۰۰ زره امریکايي ډالر لګښت راغلی دی.

 

یاد ریاست په خپله اېکس پاڼه ویلي، د یلدا سبا په نوم د مکرونیو دغه کارخونه د ورځې له ۶ تر ۸ ټنو پورې مکروني تولیدوي، چې دمګړۍ ۲۰ تنه کارګرو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.

 

سرچینې د یادې کارخونې مسؤل عبدالحلیم سروري له قوله ویلي، په هېواد کې د بشپړ امنیت په راتګ سره یې پانګونې ته زړه ښه کړی.

 

د یادونې وړ ده، چې تېره اوونۍ هم په میدان وردګو ولایت کې د قلمونو د بسته بندۍ کارخونه د یو میلیون ډالرو په ارزښت پرانېستل شوه.

تړلي موضوعات