تخار کې د پاکو اوبو رسولو شپږ شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

تخار کې د پاکو اوبو رسولو شپږ شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې بیارغونه او پراختیا
تخار کې د پاکو اوبو رسولو شپږ شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د تخار ولایت د کلیو بیار رغونې او پراختیا ریاست مسؤولین وایې، د پاکو اوبو رسولو دغه شبکې د تخار ولایت په مرکز او دوو ولسوالیو کې کې ګتې اخیستنې ته وسپارل شوې، چې ۲۳ زره کورنیو او د ښوونځي ۴ زره شاګردانو ته په یو وخت پاکي اوبه رسوي.

د تخار د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسئولینو زیاته کړې، په دې پروژو ۳۰ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.

ځایې اوسېدونکي هم وایې، تر دې وړاندې د اوبو له کمښت سره مخ و، چې اوس ورته په سولري سیسټم سمباله د اوبو رسولو شبکه جوړه شوې او د دوی دغه ستونزه یې حل کړې.

تړلي موضوعات