لغمان پوهنتون کې د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت راډيو فعاله شوې

لغمان پوهنتون کې د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت راډيو فعاله شوې بیارغونه او پراختیا
لغمان پوهنتون کې د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت راډيو فعاله شوې

د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم لغمان ولایت ته د سفر پر مهال د دې ولایت په پوهنتون کې د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ژورنالېزم پوهنځي راډيو ګټې اخیستنې ته سپارلې.

د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي مسؤلینو په وینا دغه راډیو د محصلینو د عملي کارونو په موخه جوړه شوې، چې له هغوی سره به په عملي چارو کې ډېره مرسته وکړي. 

د لوړو زده کړو وزیر تر کونړ او ننګرهار وروسته د لغمان له پوهنتون څخه هم په لیدنه کې زده کړیالان او استادان د علم پرمختګ ته وهڅول او غوښتنه یې وکړه، چې خپل هېواد پخپله جوړ کړي او د بهرنیو په تمه دې نه کینې.

د لوړو زده کړو وزیر د لغمان پوهنتون له مسؤلینو سره په لیدنه کې ویلي، اسلامي امارت رهبري په هېواد کې د لوړو زده کړو پرمختګ ته ژمنه ده او په دې ډګر کې یې د دوی هر ډول غوښتنې هم منلې دي.

نوموړي په دې لیدنه کې د لغمان پوهنتون مسؤلینو ستونزې او وړاندیزونه هم واورېدل، چې په لغمان پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس او ویترنري پوهنځیو د ایجاد، د ناستو تالار جوړول او یو شمېر نورو پروژو غوښتنې په کې شاملې وې، چې ځینې یې ورته منظورې کړې او سپارښتنه یې وکړه، چې د ماسټري برنامو د رامنځته کولو لپاره کار وکړي.

تړلي موضوعات