تاجکستان کې د باغیانو جبهې دفتر وتړل شو

تاجکستان کې د باغیانو جبهې دفتر وتړل شو سیمه
د تاجکستان حکومت له لوري د باغیانو جبهې دفتر تړل شوی

معتبرو سرچینو خبر ورکړی، چې د تاجکستان امنیتي ځواکونو د دې هېواد پلازمېنه دوشنبه کې له تېر دوو اونیو راهیسې د احمد مسعود په مشرۍ د باغیانو جبهې فعالیت منع کړی دی.

د ایران تسنیم خبري اژانس د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې تاجکستان دې دفتر ته شکمن دی او خپلو امنیتي ځواکونو ته یې امر کړی، چې د مقاومت په نوم دفتر وتړي.

بلخوا د سیاسي چارو شنونکي فضل الرحمن اوریا په دې اړه ویلي، د سیمي او نړۍ شرایطو ته په کتو تاجکستان د دې جبهې فعالیت محدودلو او په دایمي ډول یې د دفتر تړلو امکان هم شته.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې له اسلامي امارت سره د سیمې او نړۍ تعامل په زیاتېدو سره دغو هېوادونو د اسلامي امارت مخالفو ډلو په فعالیت محدودیتونه لګولي، په وروستي مورد کې امریکا د باغیانو مشر احمد مسعود ته له وېزې ورکولو ډډه کړې او امریکا ته یې د نوموړي د سفر مخه نیولې.

تړلي موضوعات