بدخشان کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اقصی په نوم جومات جوړ شوی

بدخشان کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اقصی په نوم جومات جوړ شوی بیارغونه او پراختیا
بدخشان کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اقصی په نوم جومات جوړ شوی

په بدخشان ولایت کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اقصی په نوم د جومات جوړولو چارې بشپړې شوې دي او د لمونځ کوونکو پر مخ پرانېستل شوی دی.

د دې ولایت ځايي مسؤلین وايي، چې د دې جومات جوړولو چارې له دوو کلونو راهیسې پیل شوې وې، چې په دوو پوړونو کې په اساسي او ښکلې بڼه جوړ شوی دی.

مسؤلین زیاتوي، چې دا مسجد د بدخشان ولایت راغ سیمه کې جوړشوی، چې د څلور زره لمونځ کوونکو ځای کېدو ظرفیت لري.

د یادونې وړ ده، چې دا جومات د فلسطیني مسلمانانو د ملاتړ په موخه جوړ شوی، چې تر دې وړاندې  «قبة الصخرة» ته ورته مسجدونه په کابل کمپنۍ، کابل وزیر اکبرخان پر غونډۍ او لغمان ولایت کې هم جوړ شوي وو.

تړلي موضوعات