بدخشان کې ترافیکي پېښي ۱۶ تنو مرګ ژوبله اړولې
دغه پېښه د بدخشان ولایت کشم ولسوالۍ کې رامنځته شوې، چې په پایله کې یې ۳تنو ژوند بایللی او ۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
د بدخشان پولیسو مسئولینو ویلي، دغه پېښه تېره ورځ د کشم ولسوالۍ پلوڅانو کلي کې رامنځته شوې.
د بدخشان پولیسو ویاند احسان الله کامګار وایي، دغه مرګ ژوبله له سړک څخه د یو تونس موټر لوېدو له امله رامنځته شوې.
کامګار زیاته کړې، د دې پېښي ټول قربانیان کاریګر دي.