د ۱۰۰۰ ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې شوې او ۱۵۰۰ رغول شوې
د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد حمزه حریت راډیو سره په خبرو کې وویل، د اسلامي امارت له بیا حاکمیت را وروسته د زرو ښوونځیو لپاره نوې معیاري ودانۍ جوړې او ۱۵۰۰ نورې بیا رغول شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، د ښوونځیو جوړولو برخه کې به هغو ولایتونو ته لومړیتوب ورکړي، چې د جګړو او نورو ناخوالو له امله یې ښوونیز نظام له خنډونو سره مخ وو.
د پوهنې وزارت ویاند همداراز وویل، چې په تېر کې په ټول هېواد کې تر ۱۸ زرو زیات ښوونځي موجود وو، ۷ زرو یې دایمې ودانۍ درلودې، ۳ زره یې په کرايي کورونو او ۸ زره نور بیا داسې وو، چې زده کوونکي یې په سرخلاصو ځایونو کې په زده کړو بوخت وو.
ښاغلي حمزه ویلي، په ټول هېواد کې یې د ۷۰۰ خیالي ښوونځیو تشکیل لغوه کړی، چې دا مهال په هېواد کې خیالي ښوونځی، ښوونکی او زده کوونکي وجود نه لري.