د افغانستان بهرنیو چارو وزیر: افغانستان د افغانانو له ملاتړ پرته د نړۍ هیڅ قوت نه شي کنټرول کولی

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر: افغانستان د افغانانو له ملاتړ پرته د نړۍ هیڅ قوت نه شي کنټرول کولی سیاست
د بهرنیو چارو وزیر سعودي جدې ښار کې د افغانانو یوې غونډې ته

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د سعودي عربستان جدې ښار کې د افغانانو یوې غونډې ته په خبرو کې ویلي، افغانان باید دا حقیقت درک کړي او د اوسني نظام بشپړ ملاتړ دې وکړي.

 مولوي امیرخان متقي چې دې غونډه کې یې اسلامي امارت پرمختګونو په اړه خبرې کولې وویل، افغانستان د افغانانو له ملاتړ پرته د نړۍ هیڅ قوت نه شي کنټرول کولی او دا په تېرو څو لسیزو کې په اثبات هم ورسېده.

 ښاغلي متقي ویلي، د افغانستان سوله او ثبات د سیمې په امنیت پورې تړاو لري په خبره یې، له همدې کبله اسلامي امارت ګاونډیو، سیمې او نړۍ سره متوازن سیاست له مخې ښې اړیکې غواړي او ورځ تر بلې دغه اړیکې پیاوړې کیږي.

 نوموړي تېرو درېیو کلونو کې لاسته راوړنو ته په اشارې وویل، چې د اسلامي امارت له بیاواکمېدو وروسته شاوخوا ۲ زره صنعتي فابریکو جوړېدو ترڅنګ سترې ملي او سیمه ییزې پروژې پیل شوې دي.

 ښاغلي وزیر په خپلو خبرو کې همداراز ویلي، چې دا مهال افغانستان په ۱۴۰ قلمه تولیدي توکو له درکه په ځان بسیا شوی او هڅې روانې دي، چې د هېواد شمال له جنوب سره د رېل په وسیله ونښلول شي.

 ښاغلي متقي یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې افغانستان د ټولو ګډ کور دی او هېواد ټولو افغانانو ته اړتیا لري او غوښتنه یې وکړه، چې بهر ته تښتېدلي نور باید د منفي تبلبغاتو پر ځای افغانان ارام ژوند ته پرېږدي.

تړلي موضوعات