پنجشېر کې محصلینو لپاره د ۹۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د لیلیې ودانۍ جوړېږي

پنجشېر کې محصلینو لپاره د ۹۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د لیلیې ودانۍ جوړېږي افغانستان

د لوړو زده کړو وزارت ویاند خبر ورکړی، چې د پنجشېر لوړو زده کړو مؤسسې د لیلیې ودانۍ جوړولو لپاره په روان مالي کال کې ۹۰میلیونه افغانۍ منظورې شوې دي.

د دې وزارت ویاند حافظ ضیاءالله هاشمي وايي، چې دا لیلیه به د شاوخوا زرو تنو محصلینو د اوسېدو ظرفیت ولري، چې د دې مؤسسې زده کړېالانو ته به ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د وزارت ویاند زیاته کړې، چې په پنجشېر لوړو زده کړو مؤسسه کې د لیلیې محصلینو لپاره د اوسېدو مناسب ځای نشتون له امله لوړو زده کړو وزارت د یادې لیلیې د جوړولو وړاندیز وکړ، چې د اسلامي امارت لخوا یې بودیجه منظوره شوه.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت بیا حاکمیت را وروسته د لرو پرتو ولایتونو پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو زده کړېالانو ستونزو حل ته ځانګړې پاملرنه شوې او د هېواد علمي ځایونو کې ګڼې رغنیزې او پرمختیايي پروژې تر کار لاندې دي.

تړلي موضوعات