په کریميا د اوکرایين بریدونه؛ سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله؛ خو برید مسؤلیت پر امریکا دی
یورونیوز د روسیې د دفاع وزارت په حواله راپور ورکړی چې اوکرایين د روسیې په کریمیا ټاپو وزمه د (اتکمز) په نوم د توغندیو په واسطه برید کړی دی.
د روسیې دفاع وزارت هم دغه خبر تایید کړی او ویلي یې دي چې په دغه برید کې د دریو ماشومانو په ګډون ۵ تنه وژل شوي او ۱۲۴ نور ټپیان دي.
دغه وزارت زیاتوي، چې دغه توغندي امریکایي ساخت دي، نو امریکا د روسیې په کریما سیمې په برید کې مسؤله ده.
د اوکرایين او روسیې ترمنځ کړکېچ په داسې حال کې زیات شوی چې د امریکا د دفاع وزارت په دې وروستیو کې اوکرایين ته اجازه ورکړې، چې د روسیې په خاوره کې اوږده واټن ویشتونکي امریکايي وسلې وکاروي.