اروپايي ټولنې د افغانستان لپاره ۱۵۰ میلیونه یورو ځانګړي کړي

اروپايي ټولنې د افغانستان لپاره ۱۵۰ میلیونه یورو ځانګړي کړي نړۍ
اروپایي ټولنه

دغې ټولنې په یو بیان کې ویلي، دا ۱۵۰ میلیونه یورو یې افغانستان کې د بشري وضعیت کابو کولو ته په اړتیا ځانګړي کړي دي.

د اروپايي ټولنې د بشري مرستو او مدني خوندیتوب بنسټ د خبر له مخې په افغانستان کې یې د قحطۍ ګواښ د مخنیوي په موخه د بېړنیو مرستو زېرمه هم فعاله کړې ده، څو په بېړنیو حالاتو کې د افغانستان د ننه او بېرون ترې کار واخلي.

ددغو ۱۵۰ میلیونه یورو څخه ۱۲۶ میلیونه یورو په افغانستان کې دننه، څه باندې ۱۱ میلیونه یورو به په پاکستان او نږدې همدومره نورې به په ایران کې د افغان کډوالو د اړتیاوو په پوره کولو او دغه راز د ناورینونو پر وړاندې د چمتوالي پر تیاري ولګول شي.

تړلي موضوعات