د اسراییلي وحشت دوام، تېرو څو ساعتونو کې د هوايي بریدونو له امله ۱۵۰ فلسطینیان شهیدان شوي دي

د  اسراییلي وحشت دوام، تېرو څو ساعتونو کې د هوايي بریدونو له امله ۱۵۰ فلسطینیان شهیدان شوي دي نړۍ
غزه کې د اشغالګرو ځواکونو تازه هوایي بریدونه

د فلسطین روغتیا وزارت د خبر له مخې، په تېرو څو ساعتونو کې د اسراييلو هوايي بریدونو له امله ۱۵۰ نور فلسطینیان شهیدان شوي.

د فلسطین روغتیا وزارت د مالوماتو په بنیاد خبر ورکړی، همدې بریدونو کې لسګونه کسان ټپیان شوي هم دي.

له بل لوري ټاکل شوې، چې نن شنبه به د اسراییلو د جنګ شورا وزیر بني ګانتز له خپلې دندې استعفا وکړي.

د اسراییلو ټایمر نشریې د بني ګانتزد دفتر د مالوماتو له مخې لیکلي، د جنګ شورا وزیر بني ګانتز ښايي نن ماښام په سیمه ییز وخت ۸ او ۲۰ دقېقې خپله بیانیه صادره کړي.

تړلي موضوعات