صهیونیستي رژیم تېره شپه په سوریه هوایي بریدونه کړي
د سوریې رسنیو خبر ورکړی، چې تېره شپه د اشغالګر رژیم هوایي ځواکونو د سوریې په حلب ښار بمبارۍ کړې دي.
راپورونه وایي، چې په دې بریدونو کې ۱۷ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
د سوریې دفاع وزارت هم د اشغالګر رژیم دا هوایي بریدونه تائید کړي.
اسرائیلو په داسې حال کې دا بریدونه کړي، چې له دې وړاندې صهیونیستي رژیم د سوریې په دمشق کې د ایران په قونسلګرۍ هم بریدونه کړي و، چې په کې د ایران د سپاه ډلې د یوجګ پوړي قومندان په ګډون ۷ تنه وژل شوي و.