د ابراهیم رئیسي ترڅنګ امیر عبدالهیان هم چورلکې پېښه کې وژل شوی

د ابراهیم رئیسي ترڅنګ امیر عبدالهیان هم چورلکې پېښه کې وژل شوی سیمه
لا تر اوسه یې د غورځېدو لامل نه دی په ډاګه شوی

ایراني رسنیو ویلي، چې چورلکې سقوط پېښه کې د ابراهیم رئیسي ترڅنګ د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر حسن امیرعبدالهیان هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ایران تسنیم خبري اژانس ویلي، چې په دې پېښه کې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي، بهرنیو چارو وزیر امیرعبدالهیان، ایت الله محمد علي ال هاشم، دوکتور ملک رحمتي، سردار سید مهدي موسوي، سپاه انصار المهدي، پیلوټ، همکارپیلوټ او کروچیف وژل شوي دي.

د ایران ولسمشر او ورسره مل پلاوي چورلکې تېره ورځ د شرقي اذربایجان سیمه کې سقوط وکړ، چې لا تر اوسه یې د غورځېدو لامل نه دی په ډاګه شوی.

د ایران تسنیم خبرې اژآنس خبر ورکړی، چې د ولسمشر ایراهیم رئیسي او بهرنیو چارو وزیر عبداللهیان د مریني له تائید وروسته د ایران حکومت لوړپوړو چاروواکو بېړنۍ ناسته راغوښتې.

تړلي موضوعات